دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۷
د مطلب کود : 271329
د روسیې هیواد کازان ته د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر سفر
د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي وايي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم پرون سه شنبه د جوزا ۱۶ مه د روسیې هېواد کازان ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ښاغلي هاشمي په وینا، د بهرنیو چارو وزارت د کلتوري چارو معین سعدالله بلوچ به په دغه سفر کې له ښاغلي ندیم سره مل وي او هلته به د روسیې له تعلیمي او کلتوري چارواکو سره لیدنې ولري. .
 
د دغه سفر موخه له ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو لیدنه، د تحصیلي بورسونو لپاره مشورې او کلتوري همکاري بلل شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcj8ve8huqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته