دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 271337
د کانونو او پټرولیم وزارت په جوزجان کې د ګازو د دوو څاګانو د کیندلو اعلان وکړ
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند سږ کال په جوزجان ولایت کې د ګازو د دوو څاګانو کیندلو اعلان وکړ او ویې ویل چې د دغو څاګانو ترڅنګ به د پاکولو وسیله هم نصب شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه وزارت ویاند همایون افغان وايي، سږ کال به له جوزجان څخه تر بلخ پورې د ۹۴.۵ کیلومتره مربع ګازو د نللیکې غځولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي زیاتوي چې اوس مهال په جوزجان ولایت کې ۶۰۰ زره متر مکعب ګاز تولید او پروسس کیږي او دوی په پام کې لري چې په دغه ولایت کې د ګازو د تولید او پروسس ظرفیت دوه میلیونه متر مکعبو ته لوړ کړي.
 
ښاغلی افغان زیاتوي: "موږ هڅه کوو چې یوه نوې وسیله واخلو چې په یوه ورځ کې د ۲.۵ میلیون متر مکعب ګازو د پروسس ظرفیت ولري او د دې پروژې د پیلولو لپاره پوره چمتووالی لرو".
 
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هر څومره چې د نفتو او ګازو په استخراج کې پانګونه وشي، هغومره به د هېواد ستونزې هوارې شي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی خان جان الکوزی وايي: زه فکر کوم چې له ګازو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د پام وړ ظرفیت شته او په دې برخه کې د پانګونې د جلبولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
 
اوس مهال د جوزجان ولایت په ۹ سیمو کې د ګازو ساحې شتون لري چې له دې جملې څخه د یتیم تاق، جرګدوک، جنګل کلا، خاجه بولان او یو شمېر نورې سیمې د ګازو د حوزو په ګډون یادولای شو، چې د نفتو ساحې به پکې پراختیا ومومي.
 
د انرژي تولید د اسلامي امارت لپاره یو لومړیتوب دی ځکه چې حکومت د خپلو اړتیاوو ۵۰٪ څخه د زیاتو بریښنا لپاره په ګاونډیو هیوادونو تکیه کوي.
 
اسلامي امارت د ډبرو سکرو د برښنا د فابریکو سربیره، د ګازو څخه د بریښنا د تولید په فابریکو کې هم پانګونې ته هڅوي. دا په هیواد کې نوی نه دی، ځکه چې یو مخکښ شرکت په تیرو څو کلونو کې په بریالیتوب سره سلګونو زرو خلکو ته بریښنا برابره کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcipzaryt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته