دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 271339
داعش په بدخشان کې د مرستیال والي باندي د برید پړه پر غاړه واخیسته
داعش ترهګرې ډلې اعلان وکړ چې د بدخشان ولایت لپاره مرستیال والي نثار احمد احمدي په وړاندې د ځانمرګي برید مسولیت په غاړه اخیستی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په هغه برید کې چې پرون سهار د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې شوی، د دغه ولایت مرستیال والي نثار احمد احمدي او یو بل کس وژل شوی دی.
 
د الجزیرې د راپور له مخې، د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی او په خپل ټیلیګرام اکاونټ کې یې ویلي چې "د دوی جنګیالي په فیض آباد کې د بدخشان د مرستیال والي د موټر ترڅنګ د موټر بم په چاودنه کې بریالي شول".
 
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس معاذ الدين احمدي وايي چې په دې چاودنه کې شپږ تنه نور ټپيان شوي هم دي.
 
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رييس زياته کړه، چې دغه پېښه د فيض آباد په نوي ښار کې د موټر بم بريد له امله رامنځته شوې ده.
 
د ۱۴۰۱ کال د جدي په میاشت کې د اسلامي امارت د امنیت امر عبدالحق ابو عمر په بدخشان کې د موټر بم په چاودنه کې ووژل شو.
 
https://avapress.com/vdcae6nuo49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته