افغان غږ خبری آژانس - د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس اسدالله مصطفی هاشمي هم
افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه کمپاین د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د پلخمري ښار د چاپېریال ساتنې ریاست له خوا په لاره واچول شو.
دغه راز دبغلان ولايت د چاپيريال ساتنې رييس عين الدين کريمي هم دامنيتي مرکزونو دجوړولو په مقصد د ښار په پاکوالي کې دښاروالانو ونډه وال وباله او ويې ويل : دغه پروګرام به يوه اوونۍ دوام وکړي .
د پلخمري ښاروال محمد انور تبسم هم سږ کال د ۷۰۰۰ نيالګيو د ايښودلو او د ښار په ويالو کې د اوبو د بهېدو په اړه معلومات ورکړل او د وردوج ښاروال يې وغوښتل چې د ښاروالۍ له ادارې سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال هم د هېواد په ډېرو لویو ښارونو کې د چاپېریال ساتنې د اوونۍ په مناسبت د چاپېریال پاکولو په موخه کمپاینونه او ولسي غونډې ترسره شوې دي.