دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۱
د مطلب کود : 271359
د پاکستان له زندانونو څخه ۲۵ افغان اتباع خوشي شوي دي
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۵ نورو افغان اتباعو د خوشي کولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن چهارشنبه (چهارشنبه، جوزا ۱۷) اعلان وکړ چې دغه کسان پرون د پاکستان د سند صوبې له زندانونو خوشې شول او د اسلامي امارت په لګښت افغانستان ته انتقال شول.
 
په یوه ویډیو کې چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال په خپله ټویټر پاڼه خپره کړې، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ مشر عبدالجبار تخاري وايي چې په خوشي شویو کې یوه ښځه او اوه ماشومان هم شامل دي.
 
تر دې مخکې هم یو شمېر افغان اتباع د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.
 
د اسلامي امارت له لوري د ورکړل شویو شمېرو له مخې تر اوسه د پاکستان له زندانونو څه باندې ۲۳۴۲ افغانان خوشي شوي دي.
 
https://avapress.com/vdccpsqio2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته