دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 271360
اروپا ته د انساني قاچاق په تور څلور افغانان ونيول شول
د ايټاليا، جرمني او فرانسې پوليسو د انساني قاچاق په تور څلور افغانان نيولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د آلمان DPA خبري آژانس د ایټالوي پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې د دغو څلورو کسانو له ډلې څخه درې یې په فرانسه او یو یې په آلمان کې نیول شوي دي.
 
ویل شوي، چې دغو تورنو کسانو په غیر قانوني توګه د ایټالیا له سویل څخه فرانسې او جرمني ته پناه غوښتونکي لېږدول.
 
د ایټالوي پولیسو په وینا دغو څلورو کسانو جرمني او فرانسې ته د لېږدولو لپاره له هر پناه غوښتونکي څخه ۱۵ زره یورو اخیستي.
 
باید وویل شي، چې د هېواد ډېری وګړي اروپايي هېوادونو ته د رسېدو په موخه د قاچاق له لارې کډوالېږي.
 
https://avapress.com/vdcepz8w7jh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته