دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۷
د مطلب کود : 271372
سهیل شاهین: نړۍ باید د فشار پر ځای له افغانستان سره د تعامل لاره غوره کړي
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د اسلامي امارت د حکومت په رسمیت نه پیژندل د دواړو لورو په زیان دی او زیاته کړې یې ده چې نړیواله ټولنه باید د فشار پر ځای له اسلامي امارت سره د تعامل لاره غوره کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سهیل شاهین له ملي تلویزیون سره په مرکه کې چې د جوزا په ۱۷ مه خپره شوه، وویل چې د اسلامي امارت مشرانو ته باید د افغانستان په اړه په غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.
 
شاهین زیاته کړه: «اړتیا ده چې د افغانستان په اړه په غونډو کې د اسلامي امارت استازو ته بلنه ورکړل شي، هغوی هم حضور ولري او هلته زموږ دریځ څرګند شي. "زموږ په نه شتون کې څنګه پریکړه کیدی شي؟"
 
هغه زیاته کړه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان اوسنی استازی په هېڅ صورت د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب نه شي کولای.
 
شاهین څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت د یو شمېر چارواکو پر سفري بندیزونو د تفاهم لارې تړلې دي.
 
نوموړي زیاته کړې، چې د نړیوالې ټولنې لخوا د اسلامي امارت نه په رسمیت نه پیژندل د دواړو خواوو په زیان دی.
 
د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر ویلي، نړیواله ټولنه باید د فشارونو پر ځای له اسلامي امارت سره د تعامل لاره غوره کړي.
 
په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې وروستیو کې ویلي چې د اسلامي امارت ځینې شرطونه نه دي پوره شوي او تر څو چې دا شرطونه نه وي پوره شوي، مسکو نه شي کولای د افغان حکومت په رسمیت وپیژندل شي.
 
روسیه د اسلامي امارت له لوري قومي او سیاسي متوازن حکومت د ترورېزم او نشه یي توکو له قاچاق سره مبارزه او د دغو شرایطو په منځ کې د ټولو افغانانو اساسي حقوق تضمینوي.
 
https://avapress.com/vdchqznii23nqxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته