دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 271382
حشد الشعبي: په عراق کې د داعش ګڼ شمېر غړي وژل شوي دي
د عراق د ولسی مبارزی سازمان یو قوماندان وویل د دغه سازمان د استخباراتی ځواکونو هڅې او اطلاعات د دیاله، صلاح الدین او کرکوک په ولایتونو کښې د داعش ترهګرې ډلې د غړود د وژل کیدو سبب شول.
افغان غږ خبری آژانس: محمد التمیمی د عراق د ولسی خوځښتونو د سازمان یو قوماندان، نن چهارشنبه (جوزا ۱۷) له المعلمه خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د داعش ترهګرې ډلې نیمايي عناصر چې د عراق په دریو ولایتونو کې د هوايي ځواکونو په بریدونو کې ووژل شول، دا د حشد الشعبي د استخباراتي هڅو پایله وه.
 
هغه وویل: د حشد الشعبی استخباراتی سیسټم د دیاله، صلاح الدین او کرکوک په ولایتونو کښې ډیر فعال دی او د داعش د غیر فعالو حجرو د فعالیتونو په هکله یې د تحقیق له لارې مهمې پایلې ترلاسه کړی دی.
 
د حشد الشعبي دغه قوماندان زیاته کړه: د داعش ۵۰ فیصده ترهه ګر عناصر چې په یادو ولایتونو کښې په هوایی حملو کښې وژل شوی دی د حشد الشعبی د اطلاعاتی سیسټم د هلو ځلو نتیجه ده چې د عراق له نورو پوځی ارګانونو سره په ښه همغږی کښې وه. د عراق په ډیرو سیمو کې د داعش ترهګرې ډلې د پاتې شونو تعقیبول ترسره کيږي.
 
هغه زیاته کړه: په سختو سیمو کښې د داعش د عناصرو په خلاف د عملیاتو د ترسره کولو لپاره د هوایی ځواک همکارۍ او مداخلې ته اړتیا وه او له دغه ځواک سره په همغږی او د هوایی حملو په ترسره کولو سره د داعش ترهګرو ته سخت ګوزارونه وشول.
 
التمیمي څرګنده کړه: د روان کال په لومړی ربع کښې څه دپاسه ۵۰ داعش ترهګر چې نهه یې د دغې ډلې قوماندانان وو په دیاله، صلاح الدین او کرکوک ولایتونو کښې وژل شوي او له دغو ترهګرو څخه ۲۲ تنه په دیاله ولایت کښې وژل شوي دي.
 
د هغه په ​​وینا، د حشد الشعبي لوا په دیاله، صلاح الدین او کرکوک ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهمې امنیتي دندې په غاړه لري.
 
په ۲۰۱۷ کال کې له درې کلنې جګړې وروسته عراق د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې بریا اعلان کړه، خو د دیاله، کرکوک، نینوا، صلاح الدین، انبار او بغداد ولایتونو په ځینو سیمو کې لا هم د دغې ترهګرې ډلې منتقد عناصر او مرکزونه فعال دی.
 
https://avapress.com/vdcivzarrt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته