افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام افغان څانګې په ټویټر کې ویلی چې د خوړو خونديتوب د دوی د پروګرام یوه مهمه برخه ده.
د دغه پروګرام مسوولین وايي، چې افغانستان ته د خوراکي توکو مرستې د رسیدو پر مهال معاینه کیږي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې زیانمن شوي او خراب شوي نه دي او بیا په ځانګړو ګودامونو کې زیرمه کیږي، څو اړمنو کسانو ته وویشي.
دوی ټینګار کړی چې د خوړو خوندیتوب پرته د خوړو خوندیتوب ناشونی دی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني وايي، په دغه هېواد کې له پنځلسو میلیونو ډېر وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې په ۲۰۲۳ کال کې به په افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا ولري.