دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 271401
امریکا په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د کمیدو راپورونه د اعتبار وړ بولي
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست وايي، د اسلامي امارت د پالیسیو له امله د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی په اړه راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست په دې وروستیو کې په یوه ټوېټ کې ویلی چې د اسلامی امارت تر څارنې لاندې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
 
ویست: په روان کال کې د اسلامي امارت د پالیسیو د پلي کیدو له امله د کوکنارو په تولید کې د پام وړ کمښت په اړه راپورونه د اعتبار وړ او مهم دي.
 
هغه زیاته کړه، د سیمې او بهر هر هیواد له نشه یي توکو څخه په پاک افغانستان کې ګډې ګټې لري.
 
د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده د هغه فرمان له مخې چې تېر کال صادر شو، په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کښت منع شو.
 
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د اسلامي امارت سیاستونه د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت په بې ساري ډول کم شي.
 
https://avapress.com/vdcaw6nu649n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته