دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 271415
بیړنې/ د بدخشان د مرستیال والي د فاتحې په مراسمو کې چاودنه شوې
ځايي سرچينې وايي، چاودنه په هغه جومات کې شوې، چې د بدخشان د مرستيال والي د فاتحې مراسم روان وو.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار کې چاودنه شوې ده.
 
دغه چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د بدخشان د والي د مرستیال د فاتحې په مراسمو کې د فیض آباد په نبوي جومات کې دننه وشوه.
 
سرچينې زياته کړې، چې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده.
 
په دې مراسمو کې د اسلامي امارت یو شمیر لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.
 
د دې پېښې جزیات به وروسته پر درکول شي.
 
د اسلامي امارت د بدخشان د والي مرستیال نثار احمد احمدي د سه شنبې په ورځ د «موټر بم» په برید کې ووژل شو.
 
https://avapress.com/vdcfyyd0tw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته