دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۲
د مطلب کود : 271422
د کندهار په سپین بولدک ګمرک کې اور لګېدلی
د کندهار ولایت چارواکي په دغه ولایت کې د چمن او سپین بولدک دروازې ته څېرمه د اور لګېدنې خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار ولایت چارواکي د دغه ولایت د چمن او سپین بولدک په دروازه کې د اور لګیدنې خبر ورکوي.
 
چارواکي وايي، نن پنجشنبه (جوزا ۱۸) د کندهار ښار د چمن او سپین بولدک دروازو ته څېرمه د ګمرک په دفتر کې اور لګېدلی دی.
 
چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته نور جزیات نه دي ورکړي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ (جوزا ١٣) هم د کندهار د سپين بولدک په پوله کې اور لګېدلی و.
 
https://avapress.com/vdcdxf0xxyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته