دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 271423
لوګر کې څه باندې ۵ زره زده کوونکو ته د زده کړو د توکو ویش
د لوګر سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د دغه ولایت په ۲۷۶ ښوونځیو کې ۵۴۲۰ زده کوونکو ته د زده کړو مواد برابر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د لوګر ولایت د پوهنې ریاست ویاند محمد شاپور عرب نن پنجشنبه (جوزا ۱۸) وویل چې په د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تعلیمي موادو ۲۷۱ بستې ویشل شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، د دغو مرستو ټوليز ارزښت ٢٣ زره ډالره و.
 
بل خوا په بادغیس کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي چې د یونیسف موسسې له لوري د دغه ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د ۲۳ ښوونځیو پر زده کوونکو تعلیمي مواد ویشل شوي دي.
 
دغه ښوونيز توکي چې کڅوړې، کتابچې، قلمونه او خيمې په کې شاملې دي، پرون ووېشل شول.
 
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ښوونځیو زده کوونکو ته ښوونیز توکي برابر کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcewz8wxjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته