افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په یوه خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی پرون پنجشنبه د جوزا ۱۸ مه د بلخ ولایت مقام په تالار کې د یوې غونډې پر مهال ټینګار وکړ، چې اسلامی امارت د ټولو خلکو ګډ حکومت دی او له ټولو چارواکو غواړي چې له خلکو سره ښه سلوک او ښه اخلاق ولري او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي همدا راز ټینګار کړی، چې چارواکي باید په خپلو چارو کې له دیني عالمانو سره مشوره وکړي.
ځینې راپورونه دا هم وايي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم په دې غونډه کې ویلي چې جګړه د حل لار نه ده او ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.
ویل شوي، چې د کورنیو چارو د سرپرست وزیر تر وینا وروسته د بلخ یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او د دغه ولایت علماوو هم خبرې وکړې.
د يادونې ده، چې د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراج الدين حقاني روانه اونۍ د هېواد شمال ته د خپل سفر په ترڅ کې جوزجان او بلخ ولايتونو ته سفر کړى و.