افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور او په کابل کې د چین د سفیر وانګ یو ترمنځ خبرې اترې کړې دی.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د قشقري د نفتو د څاګانو د استخراج او د مس عینک د مسو کان د کار د پیل په اړه خبرې وکړې او ویل کېږي چې شهاب الدین دلاور غواړي د دغو پروژو د تطبیق چارې ګړندۍ کړي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د چین سفیر د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د څرنګوالي او اقتصادي پراختیا په اړه خبرې کړې دي.