دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۸
د مطلب کود : 271474
د بدخشان په فیض آباد جومات کې د چاودنې مسئولیت داعش په غاړه واخیست
د داعش ترهګرې ډلې خراسان څانګې د پنجشنبې په ورځ په بدخشان کې د اسلامي امارت د پخواني مرستیال والي نثار احمد احمدي د فاتحې په مراسمو کې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته چې له امله یې تر پنځوسو زیات کسان مړه او ژوبل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: رویټرز خبري آژانس د داعش د یوې خبرپاڼې په حواله دغه خبر خپور کړی دی. داعش ادعا کړې، چې دغه برید د دغې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر ترسره کړی دی.
 
په بدخشان کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور رئیس معاذ الدین احمدي ویلي چې دغه ځانمرګی برید نن سهار شاوخوا لس بجې (جوزا ۱۸) د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د نبوي جومات مخې ته شوی دی.
 
د احمدي په خبره، په دې چاودنه کې د بغلان د پخواني امنیه قومندان صفي الله صمیم په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور پوځيان وژل شوي او په ټپيانو کې اووه پوځيان او پاتې نور ملکي وګړي دي.
 
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې دغه چاودنه د اسلام د دښمنانو کار بللی او د عاملینو د محاکمې ژمنه یې کړې ده.
 
دا چاودنه په ملي او نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخ شوه.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت ویلي دي چې دا بریدونه "د ملکي وګړو ژوند ته بشپړ بې پامي ښيي."
 
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني هم دغه چاودنه ترهګره وبلله او ویې ویل: تروریستي او ړندې حملې په عامو خلکو او بې ګناه هیوادوالو په تیره بیا په دیني ځایونو باندې د اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.
 
په فيض آباد ښار کې چاودنه پنجشنبي سهار شاوخوا لس بجې په نبوي جومات کې د بدخشان د مرستيال والي نثار احمد احمدي د فاتحې پر مهال شوې ده.
 
د بدخشان مرستیال والي دوه ورځې وړاندې د بدخشان په نوي ښار کې په خپل موټر کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې پړه یې داعش پر غاړه واخیسته.
 
https://avapress.com/vdca06nuy49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته