دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 271477
د هند یو تخنیکي ټیم له افغانستان سره د مرستې لپاره کابل ته راغلی دی
د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد یو تخنیکي ټیم د افغانستان له خلکو سره د مرستو او ملاتړ د لارو چارو د څېړلو په موخه په کابل کې د هند سفارت ته استول شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په نوي ډیلي کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د افغانستان د وضعیت د څیړلو لپاره یې په کابل کې د هند سفارت ته یو تخنیکي ټیم استولی دی.
 
د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته دا دویم ځل دی چې هند خپل تخنیکي ټیمونه کابل ته لېږي.
 
د ځینو هندي رسنیو په حواله، جې شنکر ویلي چې ټیم یې مکلف دی چې وضعیت وڅاري او معلومه کړي چې هند څنګه کولای شي د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.
 
ده دا هم وویل چې اوس د هند تمرکز پر سیاسي مسایلو کم او د افغانانو پر ملاتړ زیات دی.
 
د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي، چې واک ته د اسلامي امارت له راتګ وروسته دغه هېواد د امنیتي اندېښنو له امله خپل دیپلوماټان او د سفارت کارکوونکي له افغانستانه ایستلي او د ده په وینا ګڼو نورو هېوادونو هم دا کار کړی دی.
 
دغه لوړپوړي هندي چارواکي زیاته کړه چې د وخت په تیریدو سره نوي ډیلي په کابل کې د هند سفارت ته یو تخنیکي ټیم استولی او دغه ټیم هلته دی چې د افغانستان وضعیت وڅاري او د افغانانو ملاتړ وکړي.
 
تر دې مخکې د هند د بهرنیو چارو وزیر او د هغه د پاکستان او روسیې سیالانو په ګوهند ولایت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د داسې حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و چې د دغه هېواد د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
 
دوی بیا هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي غوښتنه کوله.
 
https://avapress.com/vdcd5f0x5yt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته