کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د اورګاډي پټلۍ اداره:

په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۵۳ زره ټنه توکې د اورګاډي له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي

20 جوزا 1402 ساعت 10:32

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد د اورګاډي پټلۍ له لارې نږدې ۵۴ زره مټریک ټنه ټرانسپورټ شوي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ ریاست ویاند سمیع درانی د آوا خبریال ته وویل چې دغه اندازه مالونه د تورغونډی، اقینې او حیرتان بندرونو د اورګاډو له لیکو څخه لیږدول شوی دی.
 
هغه وويل، د روان کال د جوزا مياشتې له ١٢مې نېټې څخه تر ١٨مې نېټې پورې شاوخوا ٣٧ زره ١٧٩ ټنه توکې د حيرتان – مزار شريف د اورګاډي کرښې له لارې وارد شوي او صادر شوي دي.
 
دراني دغه راز زياته کړه، چې په تېره يوه اوونۍ کې د بند اګينې د اورګاډي پټلۍ ١٠٤٦٦ ټنه لېږد رالېږد کړى دى. دغه راز له تورغونډۍ څخه هم ۶۰۰۹ ټنه انتقال شوي دي.
 
د دراني د څرګندونو پر بنسټ؛ ډېری یې په ترانزیت کې وو او افغانستان ۹۳۷ ټنه صادرات کړي دي.
 
هغه همداراز ټینګار وکړ چې د افغانستان د اورګاډي اداره هڅه کوي چې د ټرانسپورټ لپاره مناسب شرایط او د سوداګرو لپاره غوره اسانتیاوې برابرې کړي.
 
درانی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې دوه اونۍ وړاندې د انارو د جوس ۱۱ واګونونه چې ټولټال ۷۳۳ ټنه وزن لرل د تورغندي د اورګاډي له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادر شوي وو.
 
د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې په یوه ورځ کې د ټکټونو د صادرولو کچه بې سارې وه.
 
د هرات- خواف رېل پټلۍ رئيس مفتي محمد نسيم محمدي د آوا خبريال ته وويل، چې د دې ادارې تخنيکي کارکوونکو د " شمتیغ تمځاي" د جوړولو سروې، د امنيتي پوستې او د څراغونو د وسايلو د نصبولو چارې په درېيم پړاو کې پيل کړې دي. د هرات – خواف ریل پټلۍ چې په افغانستان پورې اړه لري.
 


د مطلب کود: 271481

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271481/په-تېره-یوه-اوونۍ-کې-څه-باندې-۵۳-زره-ټنه-توکې-د-اورګاډي-له-لارې-هېواد-ته-لېږدول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com