دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 271487
د روغتيايي مرکزونو بيارغونه او د عامه سړکونو پخول؛ له حکومت څخه د چمتال ولسوالۍ د خلکو غوښتنه
د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو دولسو کلونو کې د جګړې شدت د دې لامل شوی چې د چمتال ولسوالۍ خلک له روغتیايي مرکزونو او پاخه سړکونو بې برخې شي.
افغان غږ خبری آژانس - د مزارشریف: حجت الاسلام والمسلمین جعفر اخلاق د چمتال ولسوالۍ په ولیعصر جومات کې له لمانځه مخکې د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل: د چمتال ولسوالۍ خلک بې وزله دي او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د دولت له لوري د روغتيايي مرکزونو په رغولو او د سړکونو په پخولو سره د خلکو يو شمېر ستونزې هوارې شي.
 
د ټولنيزو چارو کارپوه او د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي نجيب فولادي د دې ولسوالۍ د خلکو د ستونزو په اړه وويل: په تېرو شلو کلونو کې په چمتال ولسوالۍ کې د جګړو له امله په دې ولسوالۍ کې روغتيايي مرکزونه، ښوونځي او سړکونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي نو اسلامي امارت بايد د چمتال ولسونو ته زياته پاملرنه وکړي.
 
هغه زياته کړه، د چمتال ولسوالۍ خلک د جګړو له امله زيانمن شوي او بې برخې شوي او دولت ته اړتيا ده، چې د روغتيايي مرکزونو د جوړولو، د سړکونو د بخولو او نورو عامه ځايونو د جوړولو چارې په غاړه واخلي. د هغه په ​​وينا، د څښاک او کرنيزو اوبو کمښت او نه شتون د چمتال ولسوالۍ د اوسېدونکو تر ټولو لويه ستونزه ده.
 
په همدې حال کې د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ مرستيال مولوي عجب محمد نوراني د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته په دې ولسوالۍ کې د سړکونو د بيارغونې او په اړه وويل: په چمتال ولسوالۍ کې د عامه ځايونو د بيارغونې او تر مرکز پورې د سړکونو د قير کولو په اړه لازم وړانديزونه شوي دي، په ځانګړې توګه د عامې روغتیا او کلیو او پراختیا وزارتونو ته وړاندې شوي او وړاندیزونه تر بیاکتنې لاندې دي.
 
https://avapress.com/vdcevz8wfjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته