دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 271488
د کازان په غونډه کې د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست د بحث موضوع په ګډه علمي همکاري ده
د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزیرانو په غونډه کې له خپلو سیالانو سره د علمي همکاریو، د یو بل له تخصص څخه د ګټې اخیستنې او په بېلابېلو برخو کې د دولتي بورسونو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د پوهنې وزارت د وزیرانو شورا د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې په غونډه کې د دغه وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم او ورسره ملګري پلاوي ګډون کړی و.
 
د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ندا محمد ندیم په دې کتنه کې د ګډو علمي همکاریو، د علمي تجربو پر تبادلې، د یو بل له تخصص څخه د ګټې اخیستنې او په بېلابېلو برخو کې د دولتي بورسونو پر تبادلې خبرې وکړې.
 
د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، ندا محمد ندیم د افغانستان د پوهنې او لوړو زده کړو وزیرانو د غونډې په څنډه کې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د پوهنې او لوړو زده کړو له وزیرانو سره د تعلیمي مسایلو په اړه ځانګړې ناسته وکړه.
 
د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم تېره اوونې (سه شنبه، جوزا ۱۶) د روسیې د تاتارستان جمهوریت په رسمي بلنه د دغه وزارت له یوه لوړ پوړي پلاوي سره دغه هېواد ته روان شو.
 
د لوړو زده کړو وزارت وياند وويل، چې د ندا محمد نديم او ورسره مل پلاوي د سفر موخه د تاتارستان د پوهنې او لوړو زده کړو د وزيرانو په غونډه کې ګډون کوي.
 
د هغه په ​​وينا، نديم د مسکو او د روسيې په يو شمېر نورو ښارونو کې له بېلابېلو پوهنتونونو څخه د ليدنې ترڅنګ په روسيه کې له مېشتو افغان محصلينو سره هم ليده کاته کوي او د هغوى ستونزې به واوري.
 
https://avapress.com/vdcfcyd0cw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته