کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د صادراتو او وارداتو احصایې د روان کال د حمل د میاشت دا خپرې شوې

20 جوزا 1402 ساعت 15:21

د هېواد د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې د روان کال په حمل میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو په اړه ارقام راټول او څېړلي دي چې په دې میاشت کې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت ۱۴۸.۷ میلیونه ډالره او د وارداتو ارزښت ۱۴۸.۷ میلیونه ډالره ښودل شوی دی.


آوا - کابل: د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې چارواکي وايي، چې د تېر کال په لړ کې د هېواد صادرات ۱۴۱،۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. دا شمېره سږ کال د ۷،۱ میلیونو ډالرو په زیاتوالي سره ۱۴۸،۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
 
د دې ادارې مسوولین همدا راز زیاتوي، چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد د وارداتو کچه ۵۹۹،۷ میلیونه ډالرو ته رسېدلې وه، چې په روان کال کې ۱۸۵،۱ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.
 
د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې د مسوولینو په وینا، د روان کال په حمل میاشت کې تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او د تېر کال د حمل په میاشت کې دغه احصایې د یادو هېوادونو اړوند وې.
 
دوی دا هم وايي چې په ۱۴۰۱ کال کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین څخه شوي، په داسې حال کې چې د روان کال په حمل میاشت کې تر ټولو ډېر واردات له پاکستان، چین او ایران څخه شوي دي.
 
د یادولو وړ ده چې صادراتو کې صادرات او بیا صادرات شامل دي او واردات د محصول او غیر محصول واردات شامل دي.
 


د مطلب کود: 271505

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271505/د-هېواد-صادراتو-او-وارداتو-احصایې-روان-کال-حمل-میاشت-دا-خپرې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com