دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 271507
د بدخشان په کوف آب ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي دي
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په کوف آب ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بدخشان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پیښه نن (شنبه، جوزا ۲۰) له یوه ټیوټا موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوي ده.
 
  د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې وژل شوي کسان د جوزجان او کابل اصلي اوسېدونکي دي.
 
په ورته وخت کې د موټر چلولو د اصولو نه مراعت او خراب سړکونه په هېواد کې د ترافیکي پېښو د ډېرېدو لامل شوي دي.
 
تېره اوونۍ په سرپل او زابل ولایتونو کې په دوو خونړیو ترافیکي پېښو کې تر ۳۰ ډېر کسان ووژل شول او نږدې ۴۰ نور ټپیان شول.
 
https://avapress.com/vdchvzniq23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته