دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 271514
بریتانیا د افغانستان لپاره نوی چارسمبالی وټاکه
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت رابرت دیکسن په افغانستان کې د دغه هېواد د لنډ‌مهالي دیپلوماتیک ماموریت د چارسمبالي په توګه ټاکلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: دغه وزارت د جمعې پر ورځ (جوزا ۱۹ ) په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې رابرت دیکسن به په راتلونکې میاشت کې له دوحې څخه د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارتي ماموریت پیل کړي.
 
رابرت دیکسن له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۵ پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د مرستیال او چارسمبالي په توګه دنده ترسره کړې ده.
 
رابرت دیکسن پر افغانستان سربېره په بنګله دېش، بالکان، امریکا او فلیپین کې د دیپلومات په توګه دندې ترسره کړې دي.
 
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته برتانیې خپل سفارت له کابل څخه دوحې ته ولېږداوه.
 
په افغانستان کې د بریتانیا د سفارت د چارسمبالي په توګه د رابرت دیکسن له ټاکل کیدو مخکې هوګو شارتر دغه دنده ترسره کوله.
 
https://avapress.com/vdcfyyd0jw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته