کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خوړو نړيوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د کار د ختمولو لپاره کار کوي

22 جوزا 1402 ساعت 12:26

د خوړو نړيوال پروګرام د ماشومانو د کار پر ضد د نړيوالې ورځې په مناسبت وايي، دغه اداره هڅه کوي چې په بېلابېلو لارو په هېواد کې د ماشومانو کار ته د پاى ټکى کېږدي.


آوا - کابل: د خوړو نړیوال پروګرام نن (دوشنبه، جوزا ۲۲) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دغه سازمان په افغانستان او ټوله نړۍ کې د ماشومانو د کار د پای ته رسولو په اړه د پوهاوي کچه لوړوي.
 
ادارې زیاته کړه، "موږ په افغانستان او له هغې بهر، په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د کار د پای ته رسولو لپاره پوهاوی او اقدام کوو."
 
نن دوشنبه د جون ۱۲مه د ماشومانو د کار پر ضد نړیواله ورځ ده.
 
د ماشومانو د حقونو د دفاع د نړیوالو موسسو د معلوماتو له مخې، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې ۳،۷ میلیونه ماشومان کارګر وو، چې ۲.۱ میلیونه یې په سختو کارونو بوخت وو.
 
د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۹ کال د حقوقو په نړیواله اعلامیه کې راغلي چې ماشومان باید د هر ډول غفلت، ظلم او استحصال په وړاندې خوندي شي او مخکې له دې چې مناسب عمر ته ورسیږي، باید اجازه ورنکړل شي چې په داسې کارونو کې وګمارل شي چې د دوی په جسمي حالت اغیزه وکړي.
 


د مطلب کود: 271615

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271615/د-خوړو-نړيوال-پروګرام-په-افغانستان-کې-ماشومانو-کار-ختمولو-لپاره-کوي

آوا
  https://www.avapress.com