کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نورستان کې سېلابونو ستر مالي زیانونه اړولي دي

22 جوزا 1402 ساعت 14:07

د نورستان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې سیلابونو د دغه ولایت خلکو ته ستر مالي زیانونه اړولي دي.


آوا - کابل: د راپورونو له مخې، دغو سېلابونو یو روغتیايي مرکز، لسګونه کورونه او عامه تاسیسات او د خلکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه کړې ده.
 
له بلې خوا دغو سېلابونو په لسګونو څاروي هم له منځه وړي دي.
 
د نورستان د منډول او دواب ولسوالۍ د دغو سېلابونو مرکزونه بلل شوي دي.
 
د نورستان د دواب ولسوال مولوي عبيدالله طوفان وايي، چې د دغه سېلاب له امله کروندګرو او کروندګرو ته ډېر زيان اوښتى دى.
 
په نورستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رييس قيام الدين جنباز هم وايي، چې له سېلاب ځپلو سره مرستې ته چمتو دي.
 
له بلې خوا له بدخشان ولايت څخه په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې ددغه ولايت په پنځو ولسواليوکې د سيلاونو د راوتلو له امله درې تنه ټپيان شوي دي ، د بريښنا څه دپاسه لس واړه بندونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي دي ، د سلګونو خلکو څاروي او په سلګونو جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې دي.
 
د یکاولنګ ولسوالي په نمبر ۲ کې هم نن سهار ویجاړو سیلابونو مالي زیانونه اړولي دي.
 


د مطلب کود: 271630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271630/په-نورستان-کې-سېلابونو-ستر-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com