کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د ۳۷ نویو لرغونو سیمو کشف

23 جوزا 1402 ساعت 13:41

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور چارواکو په دغه ولایت کې د ۳۷ نویو لرغونو اثارو د کشف خبر ورکړ.


آوا - مزارشریف: د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالفتاح رحیمی نن چهارشنبه د جوزا په ۲۳ مه، آوا ته وویل چې دغه لرغونی اثار د خوست په ولسوالیو کې کشف شوی دی.
 
د هغه په ​​وينا، کشف شوې درې سيمې د کوشاني دورې دي او پاتې نورې يې د اسلامي دورې کاروانسراې دي.
 
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، د ٠١٢ قطعه د کشف شويو ساحو د ساتنې لپاره يې کار پيل کړى، څو د دغو سيمو د کيندلو او ويجاړولو مخه ونيول شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم د دغه ولايت په برکه ولسوالۍ کې ١٦ لرغوني اثار کشف شول.
 


د مطلب کود: 271685

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271685/په-بغلان-کې-د-۳۷-نویو-لرغونو-سیمو-کشف

آوا
  https://www.avapress.com