کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنځو مياشتو کې د جلغوزو له صادراتو څخه څه د پاسه دوه ميليارده افغانۍ ترلاسه شوې

25 جوزا 1402 ساعت 13:10

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې د څه باندې دوه میلیارد افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر کړي دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن پنجشنبه (جوزا ۲۵) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په تیرو پنځو میاشتو کې د څه باندې یو میلیارد نهه سوه میلیونه افغانیو په ارزښت جلغوزي صادر شوي دي.
 
د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د افغانستان جلغوزي تر ډېره چین، پاکستان، هند، ایټالیا، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادرېږي.
 
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د هوايي دهلیزونو له لارې زر ټنه جلغوزي صادر شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په کلني ډول له ۳۵ زره ټنو څخه د زيات جلغوزيو د توليد ظرفيت لري، خو اوسمهال په کال کې له شل زره ټنو څخه زيات جلغوزي توليدوي.
 


د مطلب کود: 271795

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271795/په-پنځو-مياشتو-کې-د-جلغوزو-له-صادراتو-څخه-څه-پاسه-دوه-ميليارده-افغانۍ-ترلاسه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com