کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سره صلیب په افغانستان کې د ځنډیدلو اقتصادي پروژو پر بیا پیل ټینګار وکړ

25 جوزا 1402 ساعت 14:11

د سره صليب کمېټې ويلي، چې د افغانستان ۴۴ سلنه خلک کافي خوراکي توکو ته لاسرسى نه لري، دې کمېټې زياته کړې، چې د اقتصادي ثبات لپاره په کار ده، چې په بند پاتې اقتصادي پروژو پانګونه وشي.


آوا - کابل: د سره صليب کمېټې په خپل نوي راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه د بشري ناورين کچه لوړه کړې ده.
 
دغې کمېټې زیاته کړې، چې بېکارۍ په افغانستان کې د معلولینو ژوند تر ټولو ناوړه کړی دی.
 
د سره صليب په دغه راپور کې په افغانستان کې د بېکارۍ د کچې ارقام نه دي ليکل شوي، خو ويل شوي چې د افغانستان ۴۴ سلنه وګړي کافي خواړه نه لري او ۷۹ سلنه يې په فقر کې ژوند کوي.
 
د دغه راپور له مخې، د سره صليب نړيواله کمېټه او نور بنسټونه په افغانستان کې بشري خدمتونه وړاندې کوي، خو د اقتصادي ثبات لپاره د بندو اقتصادي پروژو بيا پيل او پانګونه ډېره مهمه ګڼل کېږي.
 
تر دې وړاندې د افغان کارګرانو ملي ټولنې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه خپل اوج ته رسېدلې ده.
 


د مطلب کود: 271805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271805/سره-صلیب-په-افغانستان-کې-د-ځنډیدلو-اقتصادي-پروژو-پر-بیا-پیل-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com