کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په سردسیر و ولایتونو کې دولتي او خصوصي ښوونځي تړلي اعلان شول

30 جوزا 1402 ساعت 8:45

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په سرسیر ولایتونو کې به دولتي او خصوصي ښوونځي نن جوزا ۳۰مې څخه د سرطان ۱۲مې پوري رخصت وي.


آوا - کابل: د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه پرېکړه د لوی اختر او ګرمې هوا له امله د سیمه ییزې ادارې او د پوهنې ریاستونو د وړاندیز پر بنسټ شوې ده.
 
د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په وینا، د ښوونځیو ښوونکي او اداري کارکوونکي رخصت نه دي او باید خپلو دندو ته حاضر شي.
 
دغه وزارت زیاته کړې، چې د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له پای ته رسېدو وروسته به د محصلینو ازموینه پیل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو ورځو کې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د تودوخې درجه لوړه شوې او نن په کابل کې د تودوخې درجه ٣٣ سانتي ګراد ته رسېدلې ده.


د مطلب کود: 272040

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272040/د-هېواد-په-سردسیر-ولایتونو-کې-دولتي-او-خصوصي-ښوونځي-تړلي-اعلان-شول

آوا
  https://www.avapress.com