کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د خبرو تمرکز په افغانستان کې له ثبات څخه ملاتړ دی

31 جوزا 1402 ساعت 9:49

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان، د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په افغانستان کې د ثبات د ملاتړ د هڅو په اړه خبرې او مشورې کړي دي.


آوا: د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې د قطر او ایران ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو په ځانګړي ډول د اقتصاد، پانګونې او د کورنۍ سوداګرۍ په برخو کې خبرې وشوې.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو پر یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړې، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت د هڅو او د اوکراین په جګړه کې د پرمختګونو په اړه.
 
په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت د هڅو په اړه څه ویل شوي دي.
 
قطر او ایران د افغانستان له اوسني حکومت سره نږدې اړیکې لري.
 
د یادولو وړ ده چې دوحه د اسلامي امارت او غربي هیوادونو ترمنځ د منځګړي په توګه کار کوي.
 


د مطلب کود: 272109

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272109/د-ایران-او-قطر-بهرنیو-چارو-وزیرانو-تر-منځ-خبرو-تمرکز-په-افغانستان-کې-له-ثبات-څخه-ملاتړ-دی

آوا
  https://www.avapress.com