کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي کې د لومړي ځل لپاره د کورنیو تولیداتو ستر نندارتون پرانیستل شو

1 سرطان 1402 ساعت 11:37

د دایکندي ولایت د محلي تولیداتو دوه ورځنی نندارتون د آغاخان بنسټ له خوا د دغه ولایت د سیمه ییزې ادارې په همکارۍ د نیلي په ښار کې پرانیستل شو.


آوا - کابل: د دغه نندارتون تنظیموونکي وايي، کرنیز محصولات، لبنیات، حیواني محصولات، لاسي صنایع، د هنرمندانو اختراعات د دغه نندارتون د محتوا برخه ده.
 
په دايکنډي کې د آغاخان بنسټ ولايتي مسوول علي مدد ساحل رسنيو ته وويل، چې دغه نندارتون د دغه بنسټ له خوا او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته په څه باندې سلو غرفو کې جوړ شوى، چې شاوخوا ٨٠ غرفې ښځو ته وقف شوي دي.
 
د آغا خان بنسټ مسوول وايي، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د دايکنډي ولايت د کورنيو توليداتو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول، د کرنيزو محصولاتو، لبنياتو، لاسي صنايعو نندارې ته ايښودل او د توليدونکي او پېرېدونکي ترمنځ د اړيکو ټينګول دي.
 
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې په دغه نندارتون کې د دايکنډي له اتو ولسواليو څخه شاوخوا ٤٠٠ تنو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
 
له بلې خوا يو شمېر صنعتکاران چې په دغه نندارتون کې يې ګډون کړى دى، د دغه نندارتون له جوړېدو څخه خوښي څرګندوي، دا مهم او ارزښتناک بولي او د دوام غوښتونکي دي.
 
نسيبه، چې يوه برخه يې دلته خپل لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل، وايي چې سوداګري يې په ټپه ولاړه ده او خرڅلاو نه لري، خو دغه نندارتون د خپلو توليداتو لپاره د زياتو پېرودونکو د موندلو د هيلې يوه لاره ده.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د بیا راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره د دایکندي ولایت د کورنیو تولیداتو ستر نندارتون پرانیستل شوی دی.
 


د مطلب کود: 272176

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272176/په-دایکندي-کې-د-لومړي-ځل-لپاره-کورنیو-تولیداتو-ستر-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com