کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودي عربستان ته له افغانستان څخه د حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شو

3 سرطان 1402 ساعت 10:06

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج د مراسمو لپاره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لیږدولو د بهیر د بشپړیدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال افغان حاجیان د کابل، کندهار، مزارشریف او هرات د هوايي ډګرونو له لارې حج ته لیږدول شوي دي.
 
تر دې مخکې د اسلامي امارت د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت ویلي وو چې د سږ کال د حج په مراسمو کې به تر ۳۰ زره افغان حاجیان انتقال کړي.
 
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ټویټ کې ویلي، چې افغان حاجیان په سوله ییز ډول د سعودي عربستان مکې ښار ته رسیدلي دي.
 
په نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د حج مراسم د بهرنیو حاجیانو لپاره لغوه شول.
 
خو د بندیزونو له لرې کېدو سره تېر کال شاوخوا ۹۳۰ زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.
 
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر په دې وروستیو کې ویلي چې هېواد یې تمه لري د سږ کال په مراسمو کې له ۱۶۰ هېوادونو څخه دوه میلیونه حاجیان ګډون وکړي.
 


د مطلب کود: 272233

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272233/سعودي-عربستان-ته-له-افغانستان-څخه-د-حاجیانو-لېږد-بهیر-بشپړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com