کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال له کورنیو تولیداتو څخه د هېوادوالو په ګټه اخیستنې ټینګار وکړ

5 سرطان 1402 ساعت 11:07

د اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت معین مولوي قدرت الله جمال د هرات ولایت له صنعتي پارک څخه د لیدنې پر مهال وویل چې د هیواد اتباع باید له کورنیو تولیداتو څخه په استفادې د افغانستان په وده او آبادۍ کې ونډه واخلي.


آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د هرات له صنعتي پارک څخه د لیدنې پر مهال مولوي قدرت الله جمال په دغه پارک کې د صنعتکارانو او فابریکو خاوندانو ته وویل: صنعت د هیواد د اقتصاد ریښه ده او د افغانستان اسلامي امارت د فابریکو فعال ساتلو او د پانګوالو د ژوند او مال ساتنې ته پوره ژمن دی.
 
د هغه په ​​وينا، د اسلامي امارت په راتګ سره ډېری پانګوال په هېواد کې پانګونې ته لېواله دي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزیر په یاد پارک کې د پانګونې او د فابریکو د فعال ساتلو د قدردانۍ په ترڅ کې له هېوادوالو وغوښتل چې له کورنیو تولیداتو څخه په استفادې د هېواد په وده او سمسورتیا کې ونډه واخلي.
 
د یادونې وړ ده چې د هرات ولایت په صنعتي پارک کې څه باندې ۴۰۰ فابریکې فعالې دي چې څه باندې ۳۰ زره کسان په کې په کار بوخت دي.
 


د مطلب کود: 272359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272359/د-سوداګرۍ-او-صنایعو-وزارت-مرستیال-له-کورنیو-تولیداتو-څخه-هېوادوالو-په-ګټه-اخیستنې-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com