کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار ښاریان دې په ډاډه زړه لوی اختر ولمانځي

6 سرطان 1402 ساعت 12:35

د کندهار امنیه قومندانۍ چارواکي د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي، چې لوی اختر به په پوره ډاډ سره ولمانځي.


آوا - کندهار: د کندهار د امنیه قومندانۍ د مسؤلینو په وینا، امنیتي ځواکونه د امنیت په تامین کې پوره پوره وړتیا لري او شپه او ورځ د لا ښه امنیت په موخه خپلې دندې ترسره کوي.
 
دوی وايي موږ د خلکو په خدمت کې یو او هیڅ فاسد ته به اجازه ورنکړو چې په ټولنه کې فساد خپور کړي او ناوړه کارونه وکړي.
 
دوی دغه راز د ټولو سیمو مسوولینو او امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د اختر په شپو او ورځو کې د امنیت د ټینګښت په موخه جدي امنیتي تدابیر ونیسي.
 
په ورته وخت کې هغه امنیتي ځواکونه چې اوس مهال ګزمې او تلاشي کوي وايي، خوښ یو چې د خپلو خلکو د امنیت د راوستلو دنده مو په غاړه لري، دوی له خلکو غوښتنه کوي چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.
 
همدارنګه د کندهار ښاريان له اوسني امنيت څخه خوښ دي او ډاډ څرګندوي، چې د خپلو پياوړو او زړورو امنيتي ځواکونو په مرسته به د امنيت د ټينګښت په برخه کې له خپلو هڅو څخه ډډه ونه کړي.
 
په پای کې د کندهار د ترافيکو مسوولين وايي چې د ترافيکو پوليس په ښار کې د نظم د ټينګښت لپاره شپه او ورځ کار کوي او خلکو ته يې ډاډ ورکړ چې د ترافيکو پوليس به شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې وي.
 
دوی له ټولو ښاریانو وغوښتل، چې ترافیکي قوانین مراعات کړي، خپل موټر د سړک د غاړې پر ځای په پارکینګونو کې ودروي، له تېز سرعت څخه کار وانخلي، له ترافیکي بې نظمۍ دې ډډه وکړي او کوچنیانو ته دې موټر مه سپاري.
 


د مطلب کود: 272427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272427/د-کندهار-ښاریان-دې-په-ډاډه-زړه-لوی-اختر-ولمانځي

آوا
  https://www.avapress.com