کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د افغان حاجیانو لپاره د غوره اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ

11 سرطان 1402 ساعت 13:47

د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره په کتنه کې په راتلونکو کلونو کې د افغان حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (یکشنبه، سرطان ۱۱) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب… د اسلامي امارت د حج او اوقافو مسئولینو د مناسکو د پای په مراسمو کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت لخوا د حج په مراسمو کې ګډون وکړ.
 
د حج د مناسکو له بریالیتوب وروسته د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت یوه ځانګړې غونډه جوړه کړه چې د اسلامي هېوادونو د پلاويو رئیسانو پکې حضور درلود.
 
د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر توفیق بن فوزان الربیعه د افغان حاجیانو د ښه مدیریت په برخه کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د لارښودنې او هڅو ستاینه وکړه.
 
  د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست په مکه او مدینه منوره کې افغان حاجیانو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو له امله د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت قدرداني وکړه.
 
همدارنګه د اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د سعودي عربستان د حج او عمرې له وزیر سره په ځانګړې ناسته کې د راتلونکي کال د حج پر بهیر او د حاجیانو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
 
باید وویل شي، چې سږ کال د حج په مراسمو کې له افغانستان څخه څه باندې ۳۰ زره کسانو ګډون کړی و.


د مطلب کود: 272611

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272611/د-ارشاد-حج-او-اوقافو-وزارت-سرپرست-افغان-حاجیانو-لپاره-غوره-اسانتیاوو-په-رامنځته-کولو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com