کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو طوفانونو خبرداری ورکړی

13 سرطان 1402 ساعت 8:51

د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی، چې نن او سبا ( سرطان ۱۴-۱۵) د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو طوفانونو امکان شته.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن او سبا (سرطان ۱۴-۱۵) د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو طوفانونو امکان شته.
 
د هوا پېژندنې ادارې د باد سرعت په ساعت کې له ۲۰ تر ۹۰ کیلومترو اټکل کړی دی.
 
تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
 


د مطلب کود: 272696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272696/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-۱۶-ولایتونو-کې-سختو-طوفانونو-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com