کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بازار کې د اومو موادو په بیو کې ۴۰ سلنه کموالی راغلی / د صنعت او سوداګرۍ وزارت: بیې به نورې هم راټيټې شي

13 سرطان 1402 ساعت 15:08

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي وايي، که څه هم د تېر کال په پرتله د هېواد په بازارونو کې د اومو موادو بیه ۴۳ سلنه راټیټه شوې ده، خو دغه وزارت هڅه کوي چې نرخونه نور هم راټیټ کړي.


آوا - کابل: د تېر کال د سرطان مياشتې په ١٣مه د هېواد په بازارونو کې يوه ٥٠ کيلويي بورۍ قزاقستاني اوړه په ٢٦٥٠ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس يې بيه ۱۵۴۰ افغانيو ته راټيټه شوې ده. دغه راز تېر کال په ورته وخت کې د يوه ١٦ لېتره غوړیو بيه ٣٣٠٠ افغانۍ وه، خو نن يې بيه ١٦٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د صنایعو وزارت وايي، هڅې روانې دي چې د خوراکي توکو بیې نورې هم ټیټې شي، څو خلک وکولای شي د اړتیا وړ توکي واخلي.
 
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د سې شنبې په ورځ (سرطان ۱۳) د آوا ته وویل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د هڅو په پایله کې د خوراکي توکو بیې راټیټې شوې دي. د هېواد بازارونه د پام وړ راټيټ شوي او موږ هڅه کوو چې نرخونه نور هم لوړ کړو.
 
جواد د دې په بیانولو سره چې اوس مهال له بېلابېلو هېوادونو څخه خوراکي توکي د هېواد بازارونو ته داخلېږي، د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې د سیمې له هېوادونو څخه د خامو موادو په تېره بیا خوراکي توکي وارد کړي.
 
هغه وويل، تېر کال د اوړو يوه بورۍ بيه له ٢٥٠٠ افغانۍ لوړه وه، چې اوس ١٥٤٠ افغانۍ ته راټيټه شوې او د اوړو او وريجو بيه هم راټيټه شوې ده.
 
په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي، دغه اداره په بازارونو کې د اومو موادو د بیو د کنټرول په موخه هټیوالو ته د نرخونو لیست وېشي او هره ورځ یې بیې څاري.
 
د کابل ښاروالۍ د نشراتو رئيس نعمت الله بارکزي د آوا خبريال ته وويل: "هره اوونۍ د کابل ښاروالۍ د ذخيره کولو د مخنيوي او څارنې کميسيون د نرخونو نوی نوملړ هټيوالو ته وېشي او د هغې له پلي کېدو څخه څارنه کوي."
 
بارکزي زياته کړه، هټيوال مکلف دي، چې خپل توکي د نرخ د لېست پر بنسټ وپلوري او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو لړ ټویټونو کې په افغانستان کې د منفي انفلاسیون په اړه اعلان کړی او ویلي یې دي چې دا مهال په افغانستان کې د خوراکي او تیلو بیې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله خورا ټیټې دي.
 
په ورته وخت کې د افغانستان د مرکزي بانک ویاند حسیب نوري د آوا خبریال ته وویل چې د سارک د غړو هېوادونو د مرکزي بانکونو د واليانو په غونډه کې چې د مې په دوهمه په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، معلومه شوه چې د افغانیو د سارک غړو هیوادونو (افغانستان، هند، پاکستان)، بنګله دیش، سریلانکا، نیپال، مالدیف او بوتان) تر ټولو باثباته اسعارو ده او افغانستان هم د انفلاسیون یو باثباته نرخ لري.
 
د نوري د څرګندونو پر بنسټ؛ د یو مناسب پولي سیستم پلي کول او بهر ته د ډالرو د قاچاق مخنیوی د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ثبات اصلي لامل دی، چې له امله یې افغاني اسعار د هغو نهو اسعارو په ډله کې دی، چې تېر کال یې ارزښت ثابت پاتې و.
 
نوري زياته کړه، چې د مرکزي بانک له خوا د بهرنيو اسعارو ثبات د اومو موادو د بيو په راټيټولو کې مهم رول لوبولى دى.
 
خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې بېوزلي زياته شوې او خلکو د خوراکي توکو د پېرلو توان له لاسه ورکړى دى.
 
د کابل ښار اوسېدونکي سيد حسين بهرامي د آوا خبريال ته وويل، چې د ورځې سل افغانۍ هم نه ګټي او نه هم کور ته څه وړي.
 
بهرامي له حکومته وغوښتل چې د هېوادوالو لپاره د کارموندنې په برخه کې جدي اقدامات وکړي.
 


د مطلب کود: 272729

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272729/په-بازار-کې-د-اومو-موادو-بیو-۴۰-سلنه-کموالی-راغلی-صنعت-او-سوداګرۍ-وزارت-بیې-نورې-هم-راټيټې-شي

آوا
  https://www.avapress.com