کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېر کال په پکتيا کې نږدې ۹۰ زره برېښنايي او کاغذي تذکرې وېشل شوې وې

14 سرطان 1402 ساعت 15:08

د پکتيا ولايت د احصايې او اطلاعاتو رياست سيمه ييز چارواکي وايي، تېر کال يې په دغه ولايت کې ۴۲۳۷۴ برېښنايي تذکرې او ۴۶۳۲۱ کاغذي تذکرې وېشلي دي.


آوا - کابل: د پکتیا ولایت د احصایې او اطلاعاتو رئیس مولوی خالد سیف الله نن چهارشنبه د سرطان په ۱۴ مه وویل چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ تنه غوښتونکی د تذکرې د خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره د دغه ریاست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوی.
 
ښاغلی سیف الله زیاتوي چې تېر کال دوی وکولای شول له ۳۴۰ تنو څخه د زیاتو کاغذي تذکرو د اصلاح خدمتونه وړاندې کړي.
 
هغه زیاته کړه، د تذکرو له وېش څخه ټولټال ۱۸۶۳۴ زره افغانۍ د دولت خزانې ته جمع شوي دي.
 
د پکتيا د احصايې او احصايې رياست د معلوماتو له مخې، په ياد شوي ولايت کې د برېښنايي تذکرو د وېش دوه مرکزونه فعال دي او نارينه او ښځينه غوښتونکو ته خدمات وړاندې کوي.
 
ویل شوي، چې په دې مرکزونو کې به د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش ترڅنګ د وېش وروسته د خدمتونو په برخه کې خدمات هم وړاندې کېږي.
 
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او اطلاعاتو ملي ادارې په ولسواليو او لرو پرتو سيمو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه پراخ کړي، څو خلک په اسانۍ سره برېښنايي تذکرې ترلاسه کړي.
 


د مطلب کود: 272784

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272784/تېر-کال-په-پکتيا-کې-نږدې-۹۰-زره-برېښنايي-او-کاغذي-تذکرې-وېشل-شوې-وې

آوا
  https://www.avapress.com