کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ نړیواله لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

15 سرطان 1402 ساعت 8:38

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.


آوا: دغه لوبه چې د چهارشنبې په ورځ د سرطان په ۱۴ مه د بنګله دېش په کوربه توب ترسره شوه، افغانستان د زیاتو توپونو د لرلو له امله د دغې لوبې ګټونکی وپېژندل شو.
 
په دې لومړۍ لوبه کې بنګله دېش توپ وهنه پیل کړه او د ۱۶۹ منډو هدف یې وټاکه.
 
افغانستان د دوو لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته یوازې ۸۳ نمرې پوره کړې وې چې باران سخت شو او لوبه ودرول شوه.
 
د "DSL" طریقې له مخې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د زیاتو توپونو د لرلو له امله د دغې لوبې ګټونکې وپېژندل شوه.
 
د DSL طریقه د کرکټ د ګټونکي ټاکلو لپاره کارول کیږي کله چې لوبه د خراب هوا له امله ودریږي.
 
دواړه لوبډلې په راتلونکو ورځو کې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په چوکاټ کې دوه نورې لوبي هم ترسره کوي.
 


د مطلب کود: 272802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272802/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-په-لومړۍ-نړیواله-لوبه-کې-بنګله-دېش-ته-ماتې-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com