کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کانونو وزارت: د ارزګان د ۴ کانونو قرارداد کورنیو شرکتونو ته وسپارل شو

17 سرطان 1402 ساعت 14:38

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په اروزګان ولایت کې د درېیو فلورایټ او یو د فیروژي کانونو قرارداد څلورو کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوی دی.


آوا: د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، دغه شرکتونه مکلف دي چې د تړون له مخې کانونه استخراج کړي.
 
همایون افغان ویلي: «په ارزګان ولایت کې د درې فلورایټ او یو فیروژي کانونو داوطلبۍ چارې تر یوې رڼې څېړنې لاندې نیول شوې دي. په دې داوطلبۍ کې ۲۵ شرکتونو برخه اخیستې وه.
 
په همدې حال کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه ټینګار کوي چې د کانونو د قراردادونو ورکړه باید په شفافه توګه ترسره شي او ګټونکي شرکتونه باید د کانونو په دننه کې پروسس وکړي.
 
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې لومړي مرستیال سخي احمد پیمان وویل: د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد کانونه داوطلبانو ته وسپارل شي او استخراج او هغو شرکتونو ته ورکړل شي چې په افغانستان کې د پروسس کولو ظرفیت او ژمنتیا لري.
 
له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې هر کال د ۴۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت کانونه بهر ته صادرېږي او که د کانونو د استخراج په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي، د هېواد د عایداتو د پیدا کولو لپاره به کاري فرصتونه هم زیات شي.
 
تر دې وړاندې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي وو، چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د دوو نفرایت کانونو قرارداد هم کورنیو شرکتونو ته ورکړل شوی دی.
 


د مطلب کود: 272898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272898/د-کانونو-وزارت-ارزګان-۴-قرارداد-کورنیو-شرکتونو-ته-وسپارل-شو

آوا
  https://www.avapress.com