کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني په څو ولسوالیو کې سختو سیلابونو مالي زیانونه اړولي دي

18 سرطان 1402 ساعت 8:46

د غزني سیمه ییز چارواکي د غزني په څلورو ولسوالیو کې د سېلابونو د راوتلو خبر ورکوي او وايي، چې د دغو سېلابونو په پایله کې کروندګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.


آوا - غزنی: مولوی ابو ثابت؛ د غزني له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس په دې ولايت کې د سېلابونو د رامنځته کېدو په اړه آوا ته وويل: د غزني په څلورو ولسواليو کې د سېلابونو له امله د استوګنې دولس کورونه ويجاړ شوي او سلګونه جريبه ځمکه ويجاړه شوې ده.
 
په غزني کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر وايي، دغه سېلابونه د دغه ولايت په قره باغ، اندړو، واغظ او ګيلان ولسواليو کې راوتلي دي.
 
هغه دا هم وايي، چې د قره باغ ولسوالۍ د موسکي، ميراني، خربلاغ، باران کلا، ګنګ کلا، ګردې او چاربلق په کليو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه د سيلابونو له امله ويجاړه شوې او د لاله کلا په کليو کې د استوګنې دولس کورونه ويجاړ شوي دي.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په اندړو او ګيلان ولسواليو کې د څښاک او کرنيزو اوبو څو څاه ګانې او د لمريزې برېښنا پايې هم ويجاړې شوې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د تېر کال په دوبي کې د غزني په يو شمېر سيمو کې سختو سيلابونو د کرنيزو ځمکو ته سخت زيانونه اوښتي وو.
 


د مطلب کود: 272928

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272928/د-غزني-په-څو-ولسوالیو-کې-سختو-سیلابونو-مالي-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com