کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د خټکیو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی

19 سرطان 1402 ساعت 15:12

د کندز د کرنې ریاست چارواکي په دغه ولایت کې سږ کال د خټکيو په حاصلاتو کې د ۲۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.


آوا - مزارشریف: د کندز د کرنې ریاست د کرنیزو چارو رئیس صلاح الدین وحیدي آوا ته وویل: سږ کال په کندز کې پر ۵۹۴۸ هکتاره او نیمه خړوبه ځمکه خټکي کرل شوي دي چې حاصلات ۱۳۷۳۱۸ میټریک ټنه اټکل شوي.
 
د هغه په ​​وينا، د سږ کال پايلې د تېر کال په پرتله شل سلنه زياتوالى ښيي.
 
په همدې حال کې د کندز کروندګر هم سږ کال د خټکيو د حاصلاتو له زياتوالي څخه خوښ دي او وايي چې له اته جريبه ځمکې څخه يې تر لسو زرو زيات خټکي ترلاسه کړي دي.
 
د کندوز خټکي ځانګړې خواږه لري او په هېواد کې ځانګړی شهرت لري.
 


د مطلب کود: 273004

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273004/په-کندز-کې-د-خټکیو-حاصلاتو-۲۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com