کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کویټ په سویډني ژبه د قرآن کریم سل زره نسخې چاپ کړي

20 سرطان 1402 ساعت 15:38

د کویټ حکومت په پام کې لري چې په سویډني ژبه د قرآن کریم سل زره نسخې وویشي.


آوا: د سویډن په ستاکهولم کې د قرآن کریم د توهین او سوځولو په غبرګون کې د کویت حکومت په پام کې لري چې په سویډن کې د قرآن کریم سل زره نسخې چاپ کړي او په سویډن کې یې وویشي.
 
د القبس ورځپاڼې د راپور له مخې، په کویټ کې د قرآن کریم د خپرونو د څارنې ادارې نن (سه شنبه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد د صدراعظم احمد نواف الصباح د حکم له مخې د دغه شمېر د چاپولو پرېکړه شوې ده.
 
د کويت کابينې هم نن سهار په خپله غونډه کې دغه موضوع تصويب کړه او په دې غونډه کې اعلان شو چې په اسلام کې د زغم او جوړجاړي د تاکيد، د اسلامي ارزښتونو د تبليغ او د انسانانو تر منځ د هماهنګۍ د پياوړتيا په خاطر چاپ او توزیع شي.
 


د مطلب کود: 273088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273088/کویټ-په-سویډني-ژبه-د-قرآن-کریم-سل-زره-نسخې-چاپ-کړي

آوا
  https://www.avapress.com