کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حسن کاظمي قمی:

د سیمې ټول هیوادونه له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه موافق دي

26 سرطان 1402 ساعت 10:11

په افغانستان کښې د ایران اسلامی جمهوریت سفیر او خاص استازی حسن کاظمی قمی وویل له اسلامی امارت سره د ملګرتیا او تعامل لاره او له ترهګرۍ او نشه يي موادو سره مبارزه د سیمې د ټولو هیوادونو د اجماع موضوع ده.


آوا - کابل: حسن کاظمی قمی پرون (یکشنبه، سرطان ۲۵) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مطالعاتی مرکز کې د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی له ځانګړی استازی داود سینیرلی اوغلو سره وکتل. هغه یو ځل بیا د ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.
 
په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ايران د جمهور رييس ځانګړي استازي له ملګرو ملتونو سره د همکاريو د پراختيا او سيمه ييزو همکاريو او په افغانستان کې د سيمه ييزو نوښتونو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتو پر اړتيا خبرې وکړې.
 
هغه وویل، له اسلامي امارت سره د همکارۍ او تعامل په لاره کې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه د سیمې د هېوادونو د اجماع موضوع ده.
 
کاظمي قمي د افغانستان د سیاسي ستونزو د حل لاره د ټول شموله حکومت جوړول او د افغانانو تر منځ خبرې اترې ګڼلې او په دې کتنه کې یې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغان کډوالو د راتګ د زیاتوالي یادونه وکړه او ویې ویل: په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه قانوني او ناقانونه کډوال مېشت دي.
 
هغه زیاته کړه، هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته داخلېږي او هره ورځ درې زره افغانانو ته ویزې ورکول کېږي.
 
هغه زیاته کړه چې په ایران کې شاوخوا یو میلیون افغان کارګران شتون لري او په ایران کې د دغو کسانو کلنی لګښت شاوخوا لس میلیارده ډالره دی.
 


د مطلب کود: 273353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273353/د-سیمې-ټول-هیوادونه-له-اسلامي-امارت-سره-تعامل-په-اړه-موافق-دي

آوا
  https://www.avapress.com