کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په باميان کې د يوه چينايي سيلانۍ له خوا پر اړمنو کسانو د خوراکي توکو وېش

26 سرطان 1402 ساعت 12:43

يوه چينايي سيلاني په باميان ولايت کې پر سلو بې وزلو او اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - د بامیان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه چینايي سیلانې لومړی د بامیان له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل او د هغه د بشري پروګرامونو په اړه یې معلومات ورکړل.
 
دغه چينايي مرسته کوونکي د باميان ولايت د سيمه ييزې ادارې د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل چې خپلې مرستې به د باميان ولايت په همغږۍ او همکارۍ سره وويشي.
 
له بلې خوا د باميان والي مولوي عبدالله سرحدي د دغه چينايي تبعه د مننې او ستاينې په ترڅ کې ټينګار وکړ: د باميان د سيمه ييزې ادارې رهبري له هر هغه شخص او بنسټ څخه ملاتړ کوي چې د خلکو خدمت کوي.
 
د باميان والي له دغه مرسته کوونکي څخه وغوښتل چې په مستحقو او اړو کسانو د خوراکي توکو بستې وويشي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دغو خوراکي توکو کې يوه پنځوس کيلوګرامه اوړه، اووه کيلو پياز او اووه کيلو پټاتي شامل وو.
 


د مطلب کود: 273365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273365/په-باميان-کې-د-يوه-چينايي-سيلانۍ-له-خوا-پر-اړمنو-کسانو-خوراکي-توکو-وېش

آوا
  https://www.avapress.com