کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي تدارکاتو کمېسیون د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ ملي پروژې منظورې کړې

27 سرطان 1402 ساعت 9:13

د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې چې د اسلامي امارت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ترسره شوه، د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ بېلابېلې ملي پروژې منظورې شوې.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي تدارکاتو کمیسیون اونیزه غونډه د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د مرمرین په ماڼۍ کې جوړه شوه.
 
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې غونډه کې د ۱۶ پلان شویو پروژو د قرارداد په ګډون ۱۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې او پاتې ۲ پروژې وځنډول شوې.
 
وړاندیز شوې پروژې د ملي دفاع، مالیې، انرژۍ او اوبو، لوړو زده کړو وزارتونو، د افغانستان مرکزي بانک، برشنا شرکت، کابل ښاروالۍ او د نفتو او ګازو دولتي شرکت پورې اړه لري، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ دی.
 
د غونډې په پای کې یو شمېر وزارتونو او سکتوري ادارو ته د یو شمېر پروژو په اړه لازمې لارښوونۍ ورکړل شوې. دوی دې خپلې پروژې په ټاکلي وخت د بحث او منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو کمېسیون ته واستوي او په دې برخه کې دې د تدارکاتو ټول پړاوونه په موثره توګه تر سره کړي.
 


د مطلب کود: 273412

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273412/ملي-تدارکاتو-کمېسیون-د-یو-میلیارد-افغانیو-په-ارزښت-۱۶-پروژې-منظورې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com