کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په چارو کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی:

د خنډونو لرې کول او د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراختیا د دغه هېواد د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي

28 سرطان 1402 ساعت 8:41

د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په یوه ټویټ کې ویلي چې د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو او ستونزو لرې کول له لومړیتوبونو څخه دي او د دغه هېواد حکومت له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراخېدو په حال کې دی.


آوا - کابل: د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی پرون سه شنبه د سرطان ۲۷ مه په یوه ټوېټ کې لیکلی چې «افغانستان ته د ایران د صادراتو تنظیم، د ویزو د ورکړې بهیر او ایران ته د سوداګرو د لېږد بهیر اسانه کول» له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراخول د دغه هېواد له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: "د اهنګ-خواف-هرات ریل پټلۍ فعالول او د تولید او پانګونې په وړاندې د خنډونو د لیرې کولو لپاره د یوې کمېټې جوړول" له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو لپاره د دغه هېواد له نورو لومړیتوبونو څخه دي.
 
ښاغلي قمي د کانونو د کنسرسیوم جوړولو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د تولیداتو د ودې په هدف د دواړو هېوادونو د پانګوالو ملاتړ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې یو له مهمو کارونو څخه دی.
 
باید وویل شي، چې په وروستیو کلونو کې د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکې پراخې شوي او د افغانستان د اړتیا ډېره برخه له ایران څخه واردېږي. دغه راز تېره اوونۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خواف – هرات اورګاډي پټلۍ په رسمي ډول پرانېستل شوه.
 


د مطلب کود: 273465

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273465/د-خنډونو-لرې-کول-او-ایران-افغانستان-ترمنځ-اقتصادي-اړیکو-پراختیا-دغه-هېواد-حکومت-له-لومړیتوبونو-څخه-دي

آوا
  https://www.avapress.com