کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې پوځي اډه د روږدو کسانو د درملنې په مرکز بدله شوه

28 سرطان 1402 ساعت 12:32

په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت د عامي روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې د ملي اردو یوه پخوانۍ قرارګاه یې د معتادینو د درملنې په مرکز بدله کړې ده. په دغه کلينيک کې چې په کمو اسانتياوو سره فعاليت کوي، په لسګونو روږدي کسان بستر دي.


آوا - کندهار: د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې دغه پوځي اډه په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز بدله شوې ده.
 
دغه سل بستریز طبي مرکز د پنجشنبې په ورځ د اسلامي امارت د مسؤلینو لخوا پرانیستل شو.
 
د درملنې دغه مرکز ته ډېری اوسني روږدي کسان له ګاونډیو ولایتونو لکه نیمروز ولایت څخه راوړل کېږي.
 
د چارواکو په وینا دا مهال په دغه ولایت کې په نشه يي توکو ۲۴۰۰ روږدي کسان تر ۴۵ ورځني درملنې لاندې دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په کندهار ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې يوازې دوه سوه مرکزونه شتون لري او په دې منځ کې په نشه يي توکو د روږدو ښځو د درملنې مرکز نشته.
 
خو د کندهار ولايت د عامي روغتيا رئيس مولوي سردار ولي وايي، چي په راتلونکو څو ورځو کي به په دغه ولايت کي د ښځو لپاره د معتادينو د درملني يو شل بستريز مرکز هم فعال سي.
 
مولوي سردار ولي وايي، په کندهار ښار کې د معتادينو د درملنې سل بستريز مرکز شتون لري، چې په تېرو يوولسو مياشتو کې يې ١٠٧٠ تنو ته د درملنې په موخه خدمات وړاندې کړي او خلک د درملنې د ٤٥ ورځو له بشپړېدو وروسته بېرته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
 
تردې وړاندې هم داسلامي امارت مسؤلینو دکندهار ولایت په نشه يي توکو روږدي کسان ددغه ولایت په مرکزي زندان کې ساتل.
 


د مطلب کود: 273485

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273485/په-کندهار-کې-پوځي-اډه-د-روږدو-کسانو-درملنې-مرکز-بدله-شوه

آوا
  https://www.avapress.com