کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت او دوو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د افغانستان د ټرانسپورټ د پټلۍ د پروژې تړون په رسمي ډول لاسلیک شو

28 سرطان 1402 ساعت 14:37

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د چارواکو ترمنځ د ټرانس-افغان اورګاډي د پټلۍ د غځولو تړون لاسلیک شو.


آوا - کابل: په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ازبکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانس-افغان اورګاډي د پټلۍ د جوړولو تفاهم لیک په اسلام آباد کې لاسلیک شو.
 
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې دغه تفاهم ليک د سرطان د مياشتې په ٢٧ مه نېټه د دواړو هېوادونو د استازو او د اسلامي امارت د استازو ترمنځ لاسليک شو.
 
د سفارت په ټویټ کې راغلي: "په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت اعلان کوي ​​چې د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۸مه د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره د تفاهم لیک په رسمي ډول لاسلیک شو."
 
د دې پټلۍ د اوږدوالي او د جوړولو د لګښت په اړه تر اوسه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ کې ویلي، چې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانس افغان اورګاډي پټلۍ به د پکتیا له خرسو سیمې وروسته د ازبکستان له لارې بلخ ته له پاکستان سره ونښلوي.
 
د اسلامي امارت ویاند د افغانستان د ترانزیټ پټلۍ پروژه یوه مهمه اقتصادي لار بللې ده.
 
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د ریل پټلۍ عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ریل پټلۍ د مسوولینو ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې د دغه پټلۍ د عملي کار پر پیل ټینګار کړی و.
 


د مطلب کود: 273499

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273499/د-اسلامي-امارت-او-دوو-ګاونډیو-هیوادونو-تر-منځ-افغانستان-ټرانسپورټ-پټلۍ-پروژې-تړون-په-رسمي-ډول-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com