کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

31 سرطان 1402 ساعت 13:01

د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګریزو اسانتیاوو، ۲۴ ساعته بندرونو او د ګمرکي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.


آوا - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې شریکې کړې.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د ترانزیت او سوداګرۍ د اسانتیاوو، د ۲۴ ساعته بندرونو او د ګمرکي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
 
ويل شوي دي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د کابل او اسلام آباد همکاريو او غونډو ته په اشارې سره؛ دوی د پخوانیو پرېکړو او تړونونو پر دوام او د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
 
باید و ویل شي، چې آصف علي خان درانی په دغه هېواد کې له وروستیو امنیتي پېښو وروسته په یوه درې ورځني سفر د چهارشنبې په ورځ د سرطان پر ۲۸مه کابل ته راغلل. پاکستان په دغه هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو د مخنیوي لپاره د افغانستان له اسلامي امارت څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکی دی.
 


د مطلب کود: 273610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273610/د-صنایعو-او-سوداګرۍ-وزارت-سرپرست-له-پاکستان-سره-ټرانزیټي-همکاریو-پر-پراختیا-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com